نړۍ
د روسیې او سویل ختیځې آسیا لومړنۍ روزنیزه سمندري ننداره پای ته ورسیده
(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰)
د روسيې او د سویل ختيځې آسياۍ ګډه روزنیزه سمندري ننداره پای ته ورسېده.
دغه درې ورځنی سمندري روزنیزه ننداره د اندونیزیا په اوبو کې پیل او ترسره شوې ده.
دغه روزنیزه ننداره په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د چین په سویلي اوبو کې د نړۍ د ځواکونو ترمنځ کړکېچ پراخه شوی دی.
د اندونیزیا سمندري ځواکونو ویلي: دغه روزنیزه سمندري ننداره سټراتیژیک اغېز لري؛ ځکه، چې دا د اندونیزیا د حکومت، سویل ختیځې آسیا او روسیې ترمنځ د ملګرتیا جوړولو لپاره رامنځته شوې ده.
په دې روزنیزه سمندرې ننداره کې د روسیې، مالیزیا، ټایلنډ، ویټنام، سینګاپور او برونای اته جنګي بېړۍ او څلور جنګي الوتکې وکارول شوې.