لوبی
د روسیې د بډمنټون څلور کسیزه لوبډله کابل ته راورسېده
د روسیې په دې لوبغاړ کې درې لوبغاړي دي او یو روزونکی دی، چې ټاکل شوې د څلور ورځو لپاره په افغانستان کې وي.
د روسيې د بډمنټون لوبغاړو څلور کسيزه ډله د دغه هېواد د المپيک، بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست پر همکارۍ د دغه هېواد د ملي فډراسيون پر استازيتوب د بډمنټون په سياليو کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېده.
د روسیې په دې لوبغاړ کې درې لوبغاړي دي او یو روزونکی دی، چې ټاکل شوې د څلور ورځو لپاره په افغانستان کې وي.
د روسیې د بډمنټون لوبغاړی ارتور پچنکین وايي: دا لومړی ځل دی، چې افغانستان ته راغلي یوو او په یوه ښکلي هېواد کې له سفره د خوښۍ احساس کوو. دغه راز د لوبغاړو هرکلي مونږ زړه راکښونکي کړي یوو. مونږ یوازې د بریا لپاره راغلي یوو؛ که نه، نو په دې سیالیو کې مو ګډون بې ګټې دی او له همدې کبله د اتلولۍ د ګټلو لپاره بشپړه هڅه کوو.
د المپيک ملي کمیټې د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سيالۍ د افغانستان، پاکستان او روسيې د ٢٤ لوبغاړو په ګډون د هېواد د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست پر همکارۍ د بډمنټون د ملي فډراسيون لهخوا د یکشنبې پر ورځ (د زمري پر یوویشتمه) د دې ریاست په۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د درې ورځو لپاره پیلیږي.
په دغو سیالیو کې ځوانان او مشران د دې پړاو د اتلولۍ د جام د ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.
