سوداگري

د روسیې د مایع ګاز لومړۍ جوپه د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسېده

Published

on

پاکستانيو رسنیو په ډاګه کړې، چې د روسیې د مایع ګاز (LPG) لومړۍ جوپه نن (سې شنبه د غبرګولي ۲۳ ) پاکستان ته ورسېده.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د روسي د ګازو د لس تانکرونو یو کاروان د تورخم له لارې پاکستان ته واوښت.

د ګازو دا کارګو د اوسپنې پټلۍ له لارې ازبکستان ته او بیا د تانکرونو پر مرسته د افغانستان له لارې پاکستان ته واوښتل.

د پاکستانيو رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۱۰ زره ټنه مایع ګاز د تړون یوه برخه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې پر ورځ  ۴۵ زره ټنه د روسیې د خامو تېلو لومړۍ جوپه د پاکستان کراچۍ ښار ته ورسیده او ټاکل شوې، چې په راتلونکیو دوه اوونیو کې د ۵۵ زره ټنو روسي تېلو دوه‌یمه جوپه هم دغه هېواد ته راورسیږي.

Trending

Exit mobile version