نړۍ

د روسیې د یرغل مخنیوی ټولې نړۍ ته اړین دی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۱)

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سینګاپور شانګري غوندې ته په انلاین بڼه ویلي، چې په هېواد یې د روانې جګړې پایلې نه یوازې اوکراین، بلکې د نړیوال راتلونکې نظم هم اغېزمنوي.

زیلینسکي په دې لټه کې دی، چې روسیه له هغو سیمو وباسي، چې د جګړې له پیل راپدیخوا یې تر کنټرول لاندې دي او ځواکونه یې د ختیځ دونیتڅک ښاره د روسیې د وحشي بریدونو پر وړاندې دفاع کوي.

زیلینسکي د لویدیځ او آسیایي متحدینو ملاتړ ته په نغوته کې د اوکراین د پلازمېنې کیف له یو ناڅرګند ځای څخه د ویډیو لینک له لارې غونډې ته ویلي؛ دا ډېره اړینه ده، چې مرستې لیږونکي هېوادونه یې له ملاتړ لاس وانخلي.

هغه څرګندوي: زه ستاسې له ملاتړه مننه کوم … خو تاسې نه یوازې له اوکراینه ملاتړ کوئ، بلکې دا له تاسې ملاتړ هم دی. دا د اوکراین د جګړې ډګر دی، چې د دې نړۍ قوانین او سرحدي راتلونکي یې له احتمالي حدودو سره تر پرېکړې لاندی دی.

هغه د دې یادونه هم وکړه چې روسیه په تور او ازوف سمندرګي کې بندرونه تر خپلې څارنې لاندې ساتي او د نړۍ بازار ته د اوکراین د خوراکي توکو صادرات له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، چې دا نه یوازې اوکراینیانو ته، بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسوي.

هغه وایي: که د روسیې د بندیزونو له کبله مونږ ونشو کولی خپل خوراکي توکي صادر کړو؛ نړۍ به د آسیا او آفریقا په ډېرو هېوادونو کې له خورا سخت او شدید خوراکي بحران او قحطۍ سره مخ شي.

زیلینسکي د روسیې کړنې د اجناسو د بیو له لوړیدو سره تړلي او وایي، چې لومړی یې د بیو د لوړیدو لپاره انرژي بنده کړه او اوس خپلې هڅې د خوراکي توکو په برخه کې د ټینګار وړ بولي.

نوموړي د ۴۰ هېوادونو ۵۷۵ استازیو ته په وینا کې ویلي؛ ځواکونه یې لیوالتیا نلري، چې د روسیې خاورې ته ورشي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، چې جګړه زمونږ په خاوره کې روانه ده. په اوکراین کې خلک مړه کیږي… مونږ نه غواړو، چې د روسیې خاورې ته ولاړ شو.

په سینګاپور کې د اوکراین سفیرې کاترینا زیلینکو، د اضافي مرستو بېړنۍ غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړې: مونږ پوهیږو، چې دا به وخت ونیسي؛ خو وخت هغه څه دي، چې مونږ یې نلرو.

روسیه په اوکراین کې خپل بریدونه ځانګړي عملیات بولي او څرګندوي، چې دا بریدونه د سیمې د نیولو لپاره نه، بلکې د خپل جنوب ګاونډ د پوځي وړتیاوو او د نازیزم له شره د خلاصون او مخنیوي لپاره روان ساتل شوي دي.

Trending

Exit mobile version