تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.