نړۍ
د روسیې په روان یرغل کې مو ۱۳۰۰ سرتېري وژل شوي – زیلینسکي
د رویټرز د راپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د روسیې په روان یرغل کې تر دې دمه شاوخوا ۱۳۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
زیلینسکي یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې؛ د اوکراین او روسیې مذاکره کوونکيو ډلو د ناندرو پر ځای پر ډاډمنو موضوعاتو خبرې اترې پیل کړې دي.
هغه دا هم ویلي؛ لویدیځ باید له روسیې سره په جګړه کې نور هم ښکېل پاتې شي، چې پر نورو هېوادونو د روسیې د روسیې د بریدونو مخه ونیسي. هغه څه، چې نن په اوکراین کې پېښیږي سبا به په اروپا کې پېښ شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د جګړې د غزېدو د مخنیوي لپاره باید هرڅوک خپلې هڅې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر سرچینو د د څرګندونو له مخې داسې اټکل هم شوې، چې په اوکراین کې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰۰ روسي سرتېري وژل شوي دي.