نړۍ
د روسیې په یوه پوهنتون کې پر ډزو اته کسان وژل شوي
روسي چارواکيو ويلي، چې نن سهار (دوشنبه د وږي ۲۹ د سپټمبر ۲۰) د روسیې د پرم ښار په یوه پوهنتون کې پر ډزو اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
تاس خبري آژانس د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې یوه ناپېژانده کس د پوهنتون ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ډزې پیل کړې.
دغه راز رین ټلوېزیون د پېښې ویډیوي انځورونه خپاره کړي، چې ښيي خلک د دوه یم پوړ له کړکیو د پوهنتون انګړ ته رادانګي.
د پېښې علت او انګېزه تر اوسه نده روښانه شوې.
روسي چارواکو ویلي، چې د برید کوونکي په اړه څېړنې روانې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې بریدګر ۱۸ کلن دی او د دې پوهنتون زدکړیال هم دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، برید کونکي له دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خپل انځورونه له وسلې سره خپاره کړي دي.
له دې مخکې هم د روسیې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې ډزې شوي، چې ډېری یې د اړوند بنسټونو زدکوونکي وه، چې وروستۍ پېښه یې د روان کال د غویی پر ۲۱ د روسیې د کازان ښار په یوه ښوونځي کې پر ډزې د اووه زدکوونکيو او یوه ښوونکي وژل کېدل دي.