نړۍ

د روسیې ګاونډیان باید تاوتریخوالي ته لمن ونه وهي – پوتین

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (جمعه د کب ۱۳) له خپلو ګاونډیانو وغوښتل، چې تاوتریخوالي ته له لمن وهلو ډډه وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي: د ګاونډیانو پر وړاندې کوم بد نیت نشته. دغه راز دوی ته سپارښتنه کوم، چې وضعیت خراب او هیڅ راز محدودیتونه رامنځته نکړي. مونږ پخپلو ټولو ژمنو عمل کوو او دا کار روان ساتو.

هغه زیاته کړې: مونږ دلته د خپلو اړیکو خرابولو یا د تاوتریخوالي ډېرولو ته اړتیا نه وینو. مونږ تل د روسیې فډراسیون پر وړاندې له دښمنیو ډکو کړنو ته ځواب ورکړی دی.

داپه داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د مسکو له برید وروسته د روسیې ګاونډیان د خپل امنیت په اړه اندېښمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version