تازه خبرونه
د روسیې ۲۸ ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسیدې
د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ څوارلسمه ) کابل ته ۲۸ ټنه خوراکي توکي ولېږدول شول.
د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت افغانستان ته د دغه هېواد د بشري مرستو د پېنځمې جوپې له لېږلو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې؛ دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپارښتنې له مخې استول شوي دي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه، چې په راتلونکي ژمي کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره له ۶ اعشاریه ۳ میلیون ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې په هېواد کې د خصوصي او دولتي بنسټونو له لارې له زيانمنو کسانو سره د لاسرسي لپاره ١٥ ميليون ډالر بودجه ځانګړې شوې وه.
که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نړیوالو د بانکي بندیزونو، د کار د نشتوالي او د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله په کورنیو کې بېوزلي زیاته شوې؛ خو هر کال په هېواد کې د ژمي د موسم له رانږدې کېدو سره د هېوادوالو اړتیاوې زیاتې شوي. په ځانګړي توګه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک مرستو ته لاسرسی نلري.