سیمه ییز خبرونه
د روغتيايي خدمتونو لپاره بېله شوې بوديجه د تېر كال په پرتله لږ ده
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې:
په روان كال كې د روغتيايي خدمتونو لپاره بېله شوې بوديجه د تېر كال په پرتله لږ ده.
دغه راز د عامې روغتيا وزارت په كابل كې د روغتيايي كار كوونكيو د استخدام لومړنى نندارتون جوړ كړ.
د نوموړي وزارت د مسوولينو په وينا، د نړيوال روغتيايي سازمان د غوښتنې له مخې په مخ پر ودې هېوادونو كې پكار ده، چې د ملي بوديجې پېنځلس په سلو كې روغتيايي خدمتونو ته ځانگړې شي، خو په افغانستان كې دغه فيصدي څلورو ته رسيږي.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې د روغتيا په ډگر كې كه څه هم پرمختگونه شوي او دوه زره يو سل و شپېته لوى او واړه روغتيايي مركزونه فعال دي، خو د دغو مركزنو دوه دېرش سلنه يوه ښځينه روغتيا پاله هم نلري.
د هغې په وينا، په روغتيايي مركزونو كې د ښځينه داكترانو كمى د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو په وړاندې لويه ستونزه جوړه كړې ده.
د عامې روغتيا وزيره وايي، له جوړ شوي نندارتون څخه مو موخه دا ده، چې د روغتيايي خدماتو علاقه لرونكي په روغتيايي مركزونو كې د كار موندنې له شرايطو سره بلد شي.
په دغه نندارتون كې شپاړس سوه يو اتيا پوستونه اعلان شول، چې اووه سوه پنځوس پوسته يې د ښځو لپاره ځانگړي شوي دي.
د مسولينو په وينا، دغو پوستونو ته به د آزادو سياليو له لارې كسان غوره شي.