تازه خبرونه
د روغتیایی مرکزونو د کموالي له امله دوی نه شي کولای ټول معتادین تداوي کړي
د نشه يی توکو په وړاندې د مبارزې وزیره ناامني، کډوالي او بې کاري د نشه یی توکو د کاروبار د پراختیا او د روږدو کسانو د زیاتوالي عمده عوامل بولي.
نوموړی وایی، په هېواد کې د روغتیایی مرکزونو د کموالي له امله دوی نه شي کولای ټول معتادین تداوي کړي.
د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیر دغه څرګندونې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې بیان کړې.
کله چې وزیر د وکیلانو پوښتنې ځوابولې، زیاتره وکیلان له تالاره وتلي وو او د ګوتو په شمېر کسان پاتې وو.
نن (د جوزا ۲۰ مه) د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیر او د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ولسي جرګې له خوا استجواب شويو وو.
د ولسي جرګې غړو په دواړو بنسټونو نیوکه وکړه چې د نشه یی توکو د مخنیوي لپاره یې پام وړ کار نه دی کړی.
نسیمه نیازۍ – ولسي جرګه هلمند:
“خپله معینت د نشه یی توکو د زیاتوالي لامل شوی، ټول مسولین د کمپاینونو پر مهال ولایتونو ته سفر کوي تر څو پیسې تر لاسه کړي. “
ندیر احمد حنفي ولسي جرګه- هرات:
“هیچ نښه نه لیدل کیږی چې د مخدره توکو د کموالی لپاره لازم کړني شوي وي. په هغه سیمو کې چي طالب نشته هم نشه یی توکی شته.“
د ولسي جرګې دغې استجوابیه غونډې ته د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معین نه و ورغلی، وکیلان دې کړنې سخت غصه کړي وو او کله چې د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیره غږیده، زیاتره وکیلان له غونډې ووتل.
د روغتیایی مرکزونو کموالی هغه ستونزه بلل کیږي چې د ټولو معتادینو درملنه یې ناشونې کړې ده.
د نشه یی توکو په وړاندې د مبارې وزیره سلامت عظیمي:
“ ۱۰۸ روغتیا یی مرکزونه لرو چې د ټول دری نیم سوه میلون کسانو د درملنی توان نلرو.”
د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې د وزیرې خبرې د ولسي جرګې د غړو د قناعت وړ ونه ګرځېدې.
د ولسي جرګې رییس وایی، وزارت باید له اړوندو بنسټونو سره په همغږي کې یوه جامع پالیسي جوړه او د شته ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی