تازه خبرونه
د روغتیا نړیواله ډله پر کرونا ویروس د څېړنې لپاره د چین ووهان ته رسېدلې
د روغتیا نړیواله ډله د کرونا ویروس د سرچینې او خپرېدو د پلټلو او څېړلو لپاره د چین ووهان ښار ته رسېدلې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د یوه ټویټ له مخې د دوی یو ۱۳ کسیز څېړنیز پلاوی تېره ورځ د چین هېواد ووهان ښار ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې: د روغتیا پوهانو نړیواله ډله، چې د کوویډ – ۱۹ ویروس د سرچینې په اړه څېړنې کوي؛ نن د چین ووهان ته رسیدلې.
دې ټولنې زیاته کړې؛ چین ته له روانېدو مخکې د دوه روغتیا پوهانو د کرونا آزموینه په سینګاپور کې مثبت وښودل شوه او دمګړۍ په دې هېواد کې قرنطین شوي دي.
The international team of 13 scientists examining the origins of the virus that causes #COVID19 arrived in Wuhan, #China, today.
The experts will begin their work immediately during the 2 weeks quarantine protocol for international travelers.
— World Health Organization (WHO) (@WHO) January 14, 2021
د ۲۰۲۰ کال په پیل کې کرونا ویروس د چین هېواد د هوبي ولایت په مرکز ووهان کې وپېژندل شو او ډېر ژر ټولې نړۍ خپور شو.
چین هڅه وکړه، چې د دغه ویروس د خپریدو په اړه معلومات پټ وساتي. دې هېواد له میاشتوـ میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو وروسته د روغتیا نړیوالې ډلې ته اجازه ورکړه، چې د دغه ویروس سرچینه وپلټي.
دې هېواد ان هغوکسانو ته هم سزا ورکړې، چې د ویروس په اړه یې راپور خپور کړی. د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې یوه چینایي ژورنالیسته ژانګ ژان له ووهان څخه د اړوند راپور د خپرولو پر تور پر څلور کلونو بند محکومه شوه.
په ټوله نړۍ کې اوس پر کرونا ویروس له ۹۰ میلیون ډېر خلک اخته شوي او ۱۹۹۳۱۶۴ خلک یې مړه کړي دي.
