تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې افغانستان ته ۳۷۸ میليون ډالر وغوښتل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰)

د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې، چې د افغانستان د روغتيايي خدمتونو د روان ساتلو لپاره تر دې دمه له نړیوالې ټولنې ۳۷۸ میليون ډالر مرسته غوښتل شوې ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د همغږئ مشر ډاکټر جمشطد رسولي ویلي؛ هڅه کوي، چې نړیواله ټولنه او نور مرستندویان وهڅوي، چې د افغانستان د ۲۳۳۱ روغتونو تر څنګ د کرونا ویروس د درملنې ځانګړي مرکزونه او نور روغتيايي مرکزونه هم د خپلو مرستو تر چتر لاندې فعال وساتي.

نوموړی وایي، چې تر دې دمه د افغانستان د روغتيايي برخې د فعال ساتلو لپاره د نړیوالو له لوري د ۳۷۸ ميليون ډالرو مرسته ډاډمنه شوې او دوي به دا مرستې جذب او په مناسب وخت او ځای کې خلکو ته وروسوي.

نوموړي داډ څرګند کړ؛ موږ ژمنه کوو، چې دا کار به کوو ان شاالله او خلکو ته به قناعت ورکوو، چې ډونران جذب کړو.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مشر کندهار ته د سفر پرمهال ويلي؛ د ملګرو ملتونو اړوند موسسې به د افغانستان له خلکو سره بېړنۍ مرستې ونکړي، بلکې مرستې به د کار په بدل کې وي، چې له دې لارې د خلکو اقتصاد پياوړی شي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختيايي چارو مشر عبدالله الدرداري له کندهار والي سره په لیدنه کې ویلي؛ دا خبره بايد روښانه کړم، چې د ملګرو ملتونو ادارې استازي دلته راغلي؛ بېړنۍ مرستې نکوي، چې يو چاته غنم يا اوبه برابرې کړي؛ مونږ دلته راغلي يوو، چې خلک خپله کاروکړي او په حاصلاتو کې یې زياتوالی راشي. یعنې دا ادارې انکشافي ادارې دي او غواړي ستاسې په انکشافي کارونو کې مرستې وکړي.

په کندهار کې د اسلامی امارت سيمه یيز مسوولین د ملګرو ملتونو ټولو مرستندويه ادارو ته د امنيت ډاد ورکوي او غوښتنه کوي، چې دا ادارې دې ژر تر ژره خپلې مرستې پيل کړي.

د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا وایي: مونږ به همکاري وکړو او مرستې دې دوی وکړي. اوس يي نو وخت دي د خلکو ورته ډېره اړتیا ده او ډېر مشکلات لري. مونږ ته خلک راځي روزمره دا شيان راته وايي؛ ځکه د جنګونو له کبله د ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، ډنډ او ارغستان په ګډون د لس ولسواليو خلک ټول بېځايه شوي؛ سرپناوې او کورونه يي د امريکايانو په بمبارد او جنګونو ویجاړ شوي او هیڅ سرپناه نلري. دوی دې د سرپناوو مرسته وکړې، چې خلکوته سرپناوې جوړې شي.

کندهار او ګاونډ ولایتونه یې په تېرو شل کلونو کې د درندو او ویجاړوونکیو جګړو لیدونکي وه. دې جګړو ډېر خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او اوس د ژمي په درشل کې دوی له مرستندویانو د بیړنیو مرستو غوښتنه لري.

Trending

Exit mobile version