تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د مرستو یوه نوې ټولګه کابل ته راورسېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۴۰۰)

د روغتیا نړیوالې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د طبي وسایلو یوه نوې ټولګه تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۶) کابل ته راورسېده.

دې ټولنې زیاته کړې؛ دغه وسایل به د ۵۰۰۰ ماشومانو د درملنې لپاره وکارول شي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې کابل ته د دغو تجهیزاتو په رالېږدونه کې د قطر له همکارۍ مننه کړې ده.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د اګست له ۳۰ نېټې راپدیخوا د قطر هوايي چلند څلور الوتکو افغانستان ته د دوی ۶۰ مټریک ټنه مرسته شوي توکي لېږدولي، چې د نږدې یو اعشاریه ۵ میلیون افغانانو بېړنۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان د روغتیايي سیستم له سقوط خبرداری ورکړی و.

Trending

Exit mobile version