کوید۱۹

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس د درملنې دوه نوي میتودونه تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د کرونا ویروس د ناروغانو د زیاتېدو په درشل کې د درملنې د دوه نويو میتودونو د کارولو سپارښتنه وکړه.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کروناویروس له کبله رامنځته شوې ناروغۍ ته دوه نوې درملنې هم تصویب کړې؛ ځکه، چې د اومیکرون د نوې بڼې د پېښو له ودې په ټوله نړۍ کې روغتیایي سیستمونه پیچلي شوي دي.

د دې ټولنې کارپوهانو د کرونا ویروس له کبله د نویو بڼو ناروغۍ او مړینې د مخنیوي لپاره باریسیینیب (baricitinib) نومي او د انتي بادي درملو sotrovimab سپارښتنه کړې ده.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس په نویو بڼو ناروغانو کې له کورتیکوستروئیدونو سره یوځای د دې درملو کارول د دوی د عمر د زیاتوالي او د مصنوعي تنفس کارولو د اړتیا په کمیدو کې مرسته کوي.

د هندوستان تایمز د څرګندونو له مخې، کارپوهانو د معتدلې کرونا ناروغانو لپاره د سوترویماب وړاندیز هم کړی، چې په روغتون کې د بسترکیدو ډېر خطر لري. لکه زاړه او هغه کسان چې اوږدمهاله ناروغۍ لري. د دې انتي بادي درملو کارول په ناروغانو کې دي، چې د ناروغۍ معتدل شکل لري؛ په روغتون کې یې د بستر کیدو په خطر کې د پام وړ کمښت رامنځته کوي. په هرصورت، له سپارښتنو سره سم دا درمل شاید د مړینې او مصنوعي سااخیستنې اغیز هم لږ کړي.

Trending

Exit mobile version