روغتيا

د روغتیا نړیوالې ټولنې له بیزوګانو څخه انسانانو ته پر رالېږدېدلي چیچک غور پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۱)

له بیزوګانو څخه انسانانو ته د رالېږدېدلي چیچک یا مونکي پوکس نښې نښانې تر دې دمه په بلجیم، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پرتګال، اسپانیه، سویډن، انګلستان، امریکا، کاناډا او آسترالیا هېوادونو کې لیدل شوې دي.

په اسپانیه کې پرون (جمعه د غویی ۳۰) د دغې ناروغۍ څلیریشت نوې پېښې؛ په ځانګړي توګه د مادرید په اړوند سیمه کې ثبت شوې دي.

سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د ناروغۍ ډېرې پېښې د بخار یا سونا په یوه دمځي کې پېژندل شوي، چې اوس تړل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مونکي پوکس یا د بیزو تڼاکه انساني تڼاکې ته ورته ده. دا ناروغي د کلونو راپدیخوا د نړۍ په ډېرو برخو کې له منځه تللې او کومه نوې پېښه یې ثبت شوې نه وه؛ خو په وروستیو کلونو کې په تېره بیا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د دغه ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

لابراتوار څېړنې ښیي، چې د چیچک دغه ویروس پر انسانانو سربېره موږکانو او سویو یا خرګوشانو ته خپرېدی شي. د چیچک د دغې نومول شوې ناروغۍ انساني بڼه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کلونو کې لیدل شوې وه. په۲۰۰۳ کال کې د امریکا روغتیایي چارواکو په د دې ویروس یوه پېښه ثبت کړې ده.

د مونکي پوکس یاد د بیزو ګانو د تڼاکې لومړنۍ نښې نښانې تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د ملا درد، د لنفاوي غدو پړسوب، رېږدېدنه او ستړیا احساسول دي.

د پوستکي التهاب او پړسوب هم رامنځته کیدی شي. شونې ده، چې لومړی په مخ کې مخکې له دې، چې د بدن نورو برخو ته خپور شي؛ پیلیږي او په پای کې دا یو پوټکی جوړوي او غورزیږي.

Trending

Exit mobile version