تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

دا غوښتنه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې له یوې مرګونې زلزلې وروسته راپورته شوه، چې له نږدې ۳۰۰۰ کسانو یې خوږ ژوند واخیست او ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې پر ښځینه افغان روغتیايي کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او اغېزمنو سیمو ته له محرم پرته د سفر اجازه ورکړي.

دا غوښتنه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې له یوې مرګونې زلزلې وروسته راپورته شوه، چې له نږدې ۳۰۰۰ کسانو یې خوږ ژوند واخیست او ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې مرستیالې ډاکټرې مکته شرما رویټرز ته ویلي، چې په اغېزمنو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په اړوند سیمو کې شاوخوا ۹۰ سلنه روغتیايي کارکوونکي نرینه دي او یوازې ۱۰ سلنه یې قابلې او نرسانې دي، چې متخصصې ډاکټرانې ندي.

دې وضعیت ډېرو ښځو ته تر روغتیایي مرکزونو لاسرسی ستونزمن کړی دی، یا دا، چې دوی له نرینه کارمندانو سره له مخ کېدو څخه وېره لري یا دوی ته د محرم د نشتوالي له کبله د سفر کولو اجازه نه‌ورکول کیږي.

له هغه وخته، چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېد، ډېری مرستندویه پروګرامونه له محدودیتونو سره مخ شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې حکومت په نادولتي بنسټونو کې ښځینه کارمندانو ته امر وکړ، چې له کوره بهر کار کولو څخه ډډه وکړي. که څه هم په روغتیا او تعلیمي برخو کې معافیتونه ورکړ شوي دي.

شرما وایي، چې دا معافیتونه ناکافي او ناهمغږې دي.

هغې ټینګار کړی، چې “محدودیتونه ډېر دي؛ د محرم مسله اوسهم دوام لري او د اسلامي امارت چارواکو لخوا هیڅ رسمي معافیت ندی اعلان شوی”.

دغه راز دا هېواد د ښځینه ډاکټرانو له مخ پر زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی؛ ځکه، چې نجونې لیسې او پوهنتون ته له لاسرسي څخه منع کیږي. پدې معنی، چې د ښځینه ډاکټرانو نوی نسل به په راتلونکي کې شتون ونلري.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې شاوخوا ۱۱ زره ۶۰۰ اومیدواره میرمنې د زلزلې له کبله اغېزمنې شوې دي. په داسې حال کې، چې افغانستان په آسیا کې د میندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري.

پر دې ټولو ننګونو سربېره د مالي مرستو کمښت په ځانګړي توګه د امریکا له‌خوا د افغانستان روغتیایي سیسټم په بحران کې ډوب کړی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ شاوخوا ۸۰ روغتیايي مرکزونه د مرستو د بندیدو له کبله تړل شوي دي او ۱۶ نور په زلزله کې د زیانونو له کبله تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version