کوید۱۹
د روغتیا نړیوالې ټولنې په چین کې پر کرونایي حالت اندېښنه څرګنده کړې
د روغتیا نړیوالې ټولنې په چین کې پر کوویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي منشي تدروس ادهانوم د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ۳۰ ) خبریالانو ته ویلي، چې دغه ټولنه په چین کې د ناروغۍ د راپورونو د زیاتوالي له کبله د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا ټولنه د ناروغۍ د شدت او په روغتونونو کې د وضعیت په اړه لا زیاتو معلوماتو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په داسې حال کې اندېښنه په ډاګه کړې، چې د آلمان حکومت چین ته د بیونتیک واکسینونو لومړۍ لړۍ پیل کړې ده.
پر کرونا د اخته کسانو د شمېر له ډېرېدو سره سم د چين حکومت لومړی د سختو محدودیتونو پر لګولو د دې ناروغۍ د زياتېدو د مخنيوي هڅه وکړه؛ خو پر ضد یې پراخ لاريونونو بېجينګ اړ کړ، چې له محدوديتونو څخه تېر شي.
