بی بی سی پښتو

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړيواله کچه له دریو یوه ښځه د تاوتریخوالي ښکار شوې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۳۹۹)

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د نړۍ په لر او بر کې له هرو دریو ښځو یوه چې ټولټال شمېر یې نژدې ۷۳۶ میلیونه تنه کېږي، په خپل ژوند کې له جنسي یا فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

ډبلیو ایچ او وايي، دوی تېر ځل په ۲۰۱۳ کې یوه ورته سروې کړې وه او نوې هغه ښيي چې د هغو ښځو په شمېر کې څرګند توپیر نه دی راغلی، چې معمولاً د ځوانۍ په عمر کې د زور زیاتي ښکار کېږي.

د ۱۵ او ۲۴ کلونو عمر لرونکو څلورو ښځو له څلورو یوه د یوه نژدې کس لخوا شل کلنۍ ته له رسېدو مخکې له زور زیاتي سره مخامخېږي.

ډبلیو ایچ او وايي وروستۍ سروې د خپل ډول تر ټولو لویه سروې ده چې د ۲۰۱۳ کال معلوماتو کې هم زیاتوالی ورسره راغلی.

د نوې سروې لپاره یادې ادارې له هغو معلوماتو کار اخیستی چې د ۲۰۰۰ او ۲۱۰۸ کلونو تر منځ د نړۍ له ۱۶۱ هېوادونو راټول شوي دي، خو په دې سروې کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته معلومات نه دي شامل شوي.

د سروې معلومات ښيي چې د زورزیاتي ډېرې پېښې د هغو کسانو له لوري شوې چې د زورزیاتي پېښو قربانیانو د کورنیو غړي یا نژدې خپل، خپلوان وو.

۶۴۱ میلیونه ښځو ویلي چې همدې کسانو ورسره زور زیاتی کړی دی.

EPA
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د منیلا دې لاریون په څېر د نړۍ لر او بر کې د ښځو حقونو لپاره لاریونونه وشول.

رپوټ کې ویل شوي چې د سویلي اسیا او فریقا یو شمېر هېوادونو په ګډون د کورني تاوتریخوالي ډېرې پېښې په بیوزله هېوادونو کې شوې دي.

له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ملګرو ملتونو ښځو چارو اجراييه مشره پهومزیل ملامبو – نګکو وايي:

له ښځو او نجونو سره د زورزیاتي ډېرېدونکې شمېرې او په ځانګړې توګه د کورونا وبا پر مهال د کورني تاوتریخوالي ډېرېدونکې شمېرې ښيي چې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. تازه رپوټ او د کوویډ – ۱۹ اغېز د ښځو او نجونو سره د د تل لپاره د تاوتریخوالي مخنیوي د اقداماتو اهمیت په نښه کوي.

ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي د مدني ټولنو په ملګرتیا د هغو ښځو لپاره مرستو ته د لاسرسي فرصتونو چمتو کولو کې همکاري وکړي، چې زور زیاتی ورسره کېږي او دغه راز د معلوماتو راټولولو او پروګرامونو چمتو کولو لپاره پانګې ته لاسرسی باوري کړي.

Trending

Exit mobile version