روغتيا
د روغتیا وزارت چارسمبالي د ګوزڼ پروګرام په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې له مسوولینو سره وکتل
نور جلال جلالي نن دوشنبه د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبلیواچاو) له لوړ پوړیو چارواکو سره په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو د هڅو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي د روغتیا نړیوالې ټولنې د ګوزڼ یا پولیو پروګرام له مشرانو سره وکتل.
نور جلال جلالي نن دوشنبه د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبلیواچاو) له لوړ پوړیو چارواکو سره په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو د هڅو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: په دې لیدنه کې، چې نن تر سره شوې؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مدیترانې حوزې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام رییس حامد جعفري ګډون کړی و. دواړو لوریو په افغانستان کې د ګوزڼ له منځه وړلو پر هڅو، د لابراتوار بشپړ فعالولو او ګوزڼ پروګرام ننګونو بحث او خبرې وکړې.
دغه راز نور جلال جلالي په افغانستان کې د ګوزڼ لابراتوار لپاره د پاتې تجهیزاتو د تمویل او وړتیاوو د لوړولو غوښتنه وکړه.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې د ګوزڼ لابراتوار پاتې تجهیزات به ژر راورسېږي او خدمات به یې پراخه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ، چې له مخې به یې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان واکسین شي.