روغتيا
د روغتیا وزیر د طبي اړیکو د ټینګولو لپاره تهران ته سفر کړی
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد د ایران له یو شمېر چارواکو سره وکتل او د ایران له بېلابېلو روغتیايي څانګو یې لیدنه وکړه.
قلندرعباد له ایراني روغتیايي چارواکو سره په لیدنه کې د کابل او تهران ترمنځ په ځانګړي توګه د ایران د روغتیايي سکتور د اړوند څانګو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه همداراز د ظرفیتونو لوړول او د ښوونیزو پروګرامونو پیاوړتیا د افغانستان لپاره مهمه مسله وبلله او د روغتیا په تخصصي برخو کې یې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغانستان او ایران هوکړه کړې، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه پر روغتیايي اړوند مسایلو ګډ کار کوي.