تازه خبرونه
د روژې له رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
له معمول سره سم د روژې په رارسېدو يو ځل بيا د خوراكي توكو بيې لوړې شوې دي. كابل ښاريان وايي، سوداګر او دوكاندران هڅه كوي، چې د روژې په مياشت كې ډېره ګټه وكړي.
كابل ښاريان شكايت كوي، چې د د روژې له رارسېدو سره سم په بازار كې د خوراكي توكو بيې لوړې شوې دى.
دوى وايي، بېوزلي او بې كارې له يوې خوا او د خوراكي توكو د بېو لوړېدو له بلې خوا د كابل ښاريانو ژوند له سختو كړاوونو سره مخامخ كړى دى.
دوكانداران بيا وايي، چې ښاروالي د نرخونو په څارنه او كنټرول كې پاتې راغلې ده.
همدارنګه سوداګر وايي،د ډالر په وړاندې د افغانۍ را لوېدو د خوراكي توکو د بيو لوړېدو ته زمينه برابره كړې ده.
د كابل په بازارونو كې يوه بوجۍ قزاقي اوړه ۱۵۰۰ افغانۍ، يوه بوجۍ ښې وريجې ۲۲۰۰ افغانۍ او يوه ۱۶ كيلويې بوشكه غوړي په ۱۲۲۰ افغانۍ پلورل كېږي.