پرمختګ او بشپړتیا
د روژې په وياړ له اړو خلكو سره د بيات بيناد د مرستولړۍ ننگرهار ته ورسيده
بيات بنياد د ننگرهارپه خالَص بابا فاميلوكې له ۱۸۰هغو بېوزله كورنيو سره د خوراكي توكيو مرسته وكړه، چې نږدې يوكال وړاندې له گاونډي هېواد پاكستان څخه راستنې شوي او دغلته په خيمو كې د ژوند سختې شپې سباكوي.
په دغومرستوكې اوړه ،غوړي وريجې اوځينې نورخوراكي توكي شامل دي.
هغه كورنۍ، چې دغه مرسته يې ترلاسه كړې د بيات بنياد له دې مرستو څخه خوشحاله دي او وايي، چې دا مرسته به د دوى څه نا څه ستونزې حل كړي.
له ډېرې مودې راهيسې بيات بنياد د هېواد په گوټ، گوټ كې د يوشمېرنورو مرستو ترڅنگ له بېوزله او اړو خلكوسره د خوراكي توكو د پراخو مرستو لړۍ پيل كړي.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل، چې په سيمه كې يې دغه مرسته پخپلولاسونو پر اړو اوبېوزله كورنيو ووېشلې آريانا ټلويزون ته وويل، چې د روژې مباركې مياشتې په روانو شپو ورځو كې له دغو اړو كورنيو سره دا ډول مرستې ډېرې اړينې دې.
نوموړى وايي:
له اړو او بېوزلو كورنيو سره د دوى له خوا د خوراكي توكيو د مرستې پيل شوې لړۍ يې دا ځل د خلكو په غوښتنه د خالص بابا په فاميلو كې له ۱۸۰اړو اوبې وزله كورنيو، چې د غوړيو،وريجو، او اوړو، مرسته وكړه.
حاجي محمد اسماعيل وايي:
د دوى د دې مرستولړۍ به په روانه مياشت كې ځينونوروسيمو او ولايتونو ته هم وغزول شي.
د خالص بابا په فاميلو كې هغه بې وزلې او اړې كورنۍ، چې د بيات بنياد دغه مرستې يې ترلاسه كړي د بيات بنياد له دې مرستوڅخه خوښي څرگندوي او له دې لامله ترې مننه كوي، چې له دوى سره يې د ژوند په دې سختو شېبو كې مرسته وكړه.
د دغو كورنيو يو شمېرغړي وايي، چې:
هرڅه ترې په پاكستان كې سېلابونو وړي او خپل هېواد ته له خپلو يوې جوړې جاموسره راستانه شوي دي.
په دغه ځاى كې له هرډول ستونزو سره مخ دي.
دوى د بيات بنياد له دې مرستې يو ځل بيا مننه وكړه اوترڅنگ يې له نورو سوداگرو غوښتنه وكړه، چې له دوى سره په روانوشپو ورځو كې د بنياد بيات په څيرمرستې وكړي.
د يادونې وړده، چې بيات بنياد دهېواد په گوټ، گوټ كې له ښوونځيوسره د ډول ډول مرستو ترڅنگ د بېلابېلو طبيعي پېښو او د ژمي په يخ موسم كې له اړو اوغريبو هېوادوالو سره د خوراكي او ژمنيو توكو پر مرستو سربيره په بېلابېلو ولايتونو كې يې يو شمېرجوماتو نه او كلنيكونه هم جوړ كړي او ترڅنگ يې هركال د روژې په مباركه مياشت كې له سلگونو اړو او بېوزله كورنيو سره د خوراكي او نوراړينو توكيو مرستې كړي، چې دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.