تازه خبرونه
د ایران ملي شاعر شجریان د فردوسي تر څنګ خاورو ته وسپارل شو
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د ایران تنګ ټکور پېژندونکی او تکړه سندرغاړی محمد رضا شجریان نن شنبه د تلې پر ۱۹ د پارسي ژبي شاعر فردوسي تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د پښتورګي د سرطان له څو کلن رنځ له زغمه وروسته د پنجشنبې پر ورځ د ۸۰ کلنۍ پر منګ ومړ. هغه به پر حکومت نیوکې کولې؛ خو د لرغوني ټنګ ټکور د راژوندي کوونکي په توګه یوه ملي پانګه نول شوی دی.
د نوموړی پر ټنګ تکور د احمدي نژاد په پېر کې د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته بندیز ولګیده.
د هغه مینه والو د کرونا ناروغۍ له قرنطینه سرغړونه وکړه او د شاجریان یوه سندره یې ووېشله. په داسې حال کې، چې خپل ګرځند یې له سرونو پورته نیولي وه؛ د هغه سندرې او له ټنګ ټکور سره مینه یې ستایله.
شجریان، د پارسي کلاسیک ټنګ ټکور د لوی ماستر په توګه په ایران او نړۍ کې مینه وال لري.
هغه د ایرانيانو پر کلاسیک او دودیز ټنګ ټکور راوڅرخید او په ۱۹۹۹ کال کې هنر ته د ښکاره مرستې لپاره یې له یونیسکو د پیکاسو مدال په ګډون ډېری جایزې ترلاسه کړې دي.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې د فرانسې د حکومت د فرهنګ او هنرونو وزارت ترټولو لوړه جایزه ترلاسه کړه او د هغه نوم د هغو کسانو په لړ کې ثبت شو، چې د فرانسې له حکومت څخه یې دا جایزې ترلاسه کړي.
په ۲۰۰۹ کال کې د آغا خان فاوندیشن میوزیک فستیوال محمد رضا شجریان ته د ټنګ ټکور د خدای جایزه ورکړه.
د دغې نندارې حارونکې ډلې په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړط: محمد رضا شجریان ته د دې جایزې د ورکړې لامل په ایران او بهر کې د ټنګ ټکور د ښوونکي په توګه د هغه ځانګړې وړتیا او په دې ډګر کې د هغه ټولنیز اثر تلپاتې رول دی.
له شجریان څخه یوه میرمن کتایون، درې لوڼې؛ راهیله، مژګان او افسانه او دوه زامن همایون او رایان پاتې دي.