تازه خبرونه

د رييس خدايداد تېښته يوه اوازه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د رييس خدايداد تېښته يوه اوازه ده او نوموړى، چې په درندو جرمونو تورن دى؛ په يوه خوندي ځاى کې ساتل کېږي.

د ملي امنيت عمومي رياست وياند عبدالحسيب صديقي په خپله فېسبوک پاڼې کې يادې موضوع ته په نغوته ويلي، چې دغه اوازه د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو په موخه په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې ده.

رييس خدايداد، چې د سړي تښتونو د څو ډلو د مشر په نوم ياديږي؛ د روان لمريز کال د وږي په څلیریشتمه له خپلو دوه نورو ملگرو سره يو ځاى، چې يو یي اوښى او بل یي د حبيب استالف نږدې ملگرى دى؛ د ملي امنيت د عمومي رياست د موظفينو له لوري د کابل ښار د پينځمې ناحيې په اړوند سيمه کې نيول شوى و.

Trending

Exit mobile version