سیمه ییز خبرونه
د رښتر پر کچه ۴.۱ درجې زلزلې د افغانستان فیضآباد ولړزاوه
(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۲)
د هند د زلزلې ملي مرکز (NCS) تویت کړی، چې د دوشنبې پر سهار د افغانستان د بدخشان د مرکز فیضآباد سویل لویدیځ لوري ته په ۸۶ کیلومترۍ کې د رښتر پر کچه ۴.۱ درجې زلزله رامنځته شوې.
د NCS د څرګندونو له مخې، دغه زلزله په سیمهییز وخت د سهار پر ۹:۲۳ رامنځته شوې ده.
دې زلزلې د افغانستان د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار ۱۵۰ کیلومتره په ژوروالي کې لړزولی دی.
له دغې زلزلې نور جزئیات په ډاګه شوي ندي او د ځاني او مالي زیانونو په اړه هم څه ویل شوي ندي.