نړۍ

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې زلزلې اندونیزیا ولړزوله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۱)

د ځايي رسنيو د څرګندونو له مخې، نن سهار لس کم اته بجې د اندونيزيا د جاوا جزیره د ريښتر پر کچه پېنځه اعشاریه اته درجې زلزلې ولړزوله.

د امریکا د ځمکپوهنې ټولنې  څرګنده کړې؛ دا زلزله د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې وه، چې  د اندونیزیا په لویدیځ جاوا کې رامنځته شوه.

دغه زلزله د ځمکې په ١٤ کيلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې، چې ځاني زیان نلري.

له دې زلزلې وروسته د سونامي له شونتیا څه ویل شوي ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د نومبر د میاشتې پر ۲۱ نېټه د اندونیزیا د لویدیځې جاوا ایالت د سرینجانګ ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې د ریښتر پر کچه د ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزله وشوه، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۳۰ تنه مړه او ۶۰۰ نور ټپیان شول.

Trending

Exit mobile version