نړۍ
د رښتر پر کچه ۶.۴ درجې زلزلې د کالیفورنیا خلیج ولړزاوه
د زلزلې معلومولو مدیترانهیي مرکز څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د کالیفورنیا خلیج د رښتر پر کچه ۶.۴ درجې زلزلې ولړزاوه.
د مکسیکو د ملکي دفاع دفتر تائید کړې، چې په سمدستي توګه د زلزلې په سیمو کې د زیانونو راپور نهدی ورکړ شوی؛ خو کښتیو او نږدې ساحلي وګړیو ته سپارښتنه شوې، چې په بندرونو کې د احتمالي سیندونو له کبله احتیاطي هڅې ترسره کړي.
د زلزلې معلومولو مدیترانه یي مرکز په ډاګه کړې، چې دا زلزله د ځمکې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
له زلزلې لږ وروسته د امریکا د سونامې معلومولو سیستم خبرداری ورکړ، چې د امریکا لویدیځو ساحلي سیمو، بریتانیاوي کولمبیا یا الاسکا لپاره د سونامي کوم خطر نشته.
د مکسیکو د ملکي دفاع دفتر وروسته تویت وکړ، چې د اوبو په کچه کې د څو سانتي مترو پر کچه لږ څه بدلونونه موندل کیږي، چې زلزله په کې رامنځته شوې ده.
د امریکا د ژیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د زلزلې کچه ۶.۳ ښودلی ده.