تازه خبرونه

د رښتر پېنځه اعشاریه نهه درجې زلزلې د کابل په ګډون د سیمې څو هېوادونه لړزولي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۳۹۹)

تېره شپه څه نا څه نهه نیمې بجې د رښتر پېنځه اعشاریه نهه درجې زلزلې د مرکزي او جنوبي آسیا تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هند ځینې برخې  ولړزولې.

دغه رازپه ټول پاکستان کې هم دې زلزلې خلک ووېرول او د خپلو کورونو او ودانیو پریښودو ته اړ شوي دی.

د هېواد بدخشان ولایت په ځانګړي توګه د دغې زلزلې له کبله اغېزمن شوی؛ ځکه، چې د زلزلې مرکز د افغانستان پولې ته نږدې په تاجکستان کې و. په داسې حال کې، چې دا ولایت د زلزلې له ځواکمنو ټکانونو سره مخ شو؛ خو د ځاني او مالي زیانونو راپور ترې ندی ترلاسه شوی.

د امریکا د ځمکپوهنې مرکز په ډاګه کړې؛ دا زلزله د رښتر پېنځه اعشاریه نهه درجې وه، چې مرکز یې د تاجکستان د لویدیځ په ۳۵ کیلومټرۍ مرغوب کې و.

د تاجکستان د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې زلزله د چین پولې ته څېرمه د تاجک پلازمېنې دوشنبي ختیځ ۲۴۰ کیلومتره لرې رامنځته شوې ده.

د دې هېواد د علومو اکاډمۍ د زلزلې مرکز د روسیې آر آی ای نووستي ته په ډاګه کړې، چې د زلزلې چټکتیا د رښتر ۶ اعشاریه یوه درجه اټکل شوې ده. دغې خبري سرچینې د بېړني حالت د کمیټې د څرګندونو له مخې ویلي، چې دغې زلزلې ځاني او مالي زیان ندی اړولی.

دغه راز د سیمې د څارنې ادارو دغه زلزله یو څه چټکه ښودلې ده؛ د هند د زلزلې ثبتولو ملي مرکز څرګنده کړې، چې دا زلزله د رښترشپږ اعشاریه درې درجې وه. په داسې حال کې، چې په پاکستان کې د زلزلې د څارنې ملي مرکز یې شپږ اعشاریه څلور بولي.

د امریکا ځمکپوهان بیا دا زالزله پېنځه اعشاریه نهه ښیي، چې مرکز یې د ځمکې په ۹۰ کیلو مټره ژوروالي کې اټکل کړی دی.

په اسلام آباد، کابل او نوي ډیلي کې حکومتي چارواکو ویلي، چې دا زالزله د هندوکش د همالیا د غرونو په لړۍ کې احساس شوې ده.

په پاکستان کې سیمه ییزو رسنیو څرګنده کړې، چې دا زلزله لږ تر لږه ۳۰ ثانیې روانه وه. دا په دې معنا ده، چې اغېز یې خورا پیاوړی و.

په کابل کې خلکو د یوې دقیقې لپاره په ځینو برخو کې د زلزلې احساس کړی؛ خو په پلازمېنه کابل کې هم تر دې دمه له ځاني او مالي زیانونه څه ویل شوي ندي.

په شمال لویدیځ او د پاکستان په پنجاب ایالت کې سیمه ییزو حکومتونو د بېړنیو حالاتو کمېټو ځاني او مالي زیانونو ته د لاسرسي لپاره چمتووالی نیولی دی.

Trending

Exit mobile version