تازه خبرونه
د ریاست الوزراء سياسي كمیسون له سیمې او نړۍ سره د حکومت اړیکې وارزولې
د یکشنبې پر ورځ ( د وري دولسمه ) د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ سیاسي کمیسیون خپله ناسته تر سره کړه.
په دې ناسته کې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د وروستیو پرمختګونو له ارزونې وروسته په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت پر نورو پرمختګونو هم بحث او خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د ځینو سیاسي مسایلو د حل او ښهوالي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو او له سیمې او نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د اسلامي امارت د رغنده او مثبتو اړیکو یادونه وشوه.
په دې ناسته کې د سیاسي کمیسیون غړیو پر یو شمېر مسایلو ډاډمنې پرېکړې وکړې او د راتلونکې غونډې اجنډا هم وړاندې شوه.
