سیمه ییز خبرونه

د زابل د شاهجوى ولسوالۍ اوسیدونکي د پوهنې له ټکني بهیره سرټکوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل د شاهجوى ولسوالۍ اوسیدونکي په دې ولسوالۍ کې د پوهنې له ټکني بهیره سرټکوي او وایي د ولسوالۍ د ښوونځیو په نامه پیسې را وزي؛ خو د د دې ولسوالۍ پر چارو لگول شوي نه دي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکيو دغه څرگندوني په یاده ولسوالۍ کې د یوې غونډې پرمهال وکړې.

د شاهجوي قومي مشران وايي، شاهجوۍ د نفوسو له اړخه یوه پراخه ولسوالي ده، چې د پوهني وزارت پاملرنه ورته غواړو.

د زابل والي محمد اشرف ناصري د شاهجوى د اوسیدونکيو دا ستونزه مني، چی په ولسوالۍ کې یې د پوهنې په برخه کې ستونزې شته دى.

نوموړى زياتوي، په راتلونکي کال کې به د نورو ولسوالیو په پرتله دوه برابره ښوونځي یوازې په شاهجوى کی فعاله شي.

شاهجوى د زابل یوه هغه ولسوالۍ ده، چې ډېر وخت امنیتي ستونزې د زده کوونکيو د زده کړې مخه نیسی. څه موده وړاندې په دې ولسوالې كې یو ځل ټول ښوونځي د وسله والو طالبانو لخوا د زه ده کوونکيو پرمخ وتړل شول، چې وروسته د سیمي د قومي مشرانو په مرسته بېرته فعال  شول.

Trending

Exit mobile version