سیمه ییز خبرونه

د زابل د پوهنې د رييس په امر يو خبريال وهل شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين خپل ورور او د تره زوى ته امر كړى، چې زلمى حليمي ووهي. حليمي، چې له څو كلونو را هيسې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال په توگه كار كوي او وايي:

د پوهنې رييس وروسته له هغې پخپل ورور او د تره په زوى ووهلم، چې د شاه جوى ولسوالۍ د خلكو شكايتونه مي په يوه راپور كې را ټول كړي ول.

په دغه راپور كې د پوهنې مسولين په اداري فساد تورن شوي دي.

ښاغلى حليمي د پوهنې وزارت څخه د خپل حيثيت د بيا اعادې غوښتنه كوي.

د زابل د يوهنې رييس نوموړي ته گواښ كوي، چې څارنوالۍ ته به يي ور وپېژني.

په زابل كې د پريس كلپ مسوول بشیراحمد فیضان دا پېښه غندي او له اړوند چارواكو غواړي، چې دا موضوع په جدي توگه وڅېړي.

د زابل په ولايت كې خبريالان گواښ كوي، چې كه دا پېښه ونه څېړل شي، د پوهنې اړوند خبرونه به خپاره نه كړي.

Trending

Exit mobile version