سیمه ییز خبرونه
د زابل محلي چارواکي د یوې خونړۍ پېښې خنډ شول
چارواکي وایي، د ملي امنیت چارواكو تېره ورځ په مرکز قلات کې هغه مازدا موټرنیولى، چی په زرگونه کیلو گرامه چاودیدونکي توکي په کي بار ول
د زابل والي محمد اشرف ناصري زیاتوی :
په یاد موټر کی د ماینونو د كارولو مواد، پټاکۍ، امونیم نایتریت او یو شمېر نور داسې مواد موجود ول، چی د بریدونو او چاودونو پرمهال ترې کار اخستل کیږي.
ښاغلي ناصري په ډاگه كړې، چې له دې پېښه سره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د امنيه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وایي:
د مرکز قلات په مانده کلي کې له یوه کور څخه درې میله راکیت انداز او یو شمېر نور چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.
نوموړى زياتوي، له پېښې سره په تړاو یو کس هم نیول شوى، چې پخپل جرم يې اعتراف کړى دى.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د دې ولایت پر ولایتي شورا د چاوديدونكيو توكو د یو ډک موټر چاودنه شوې وه. که څه هم چارواکي وایي، چې اوس مو د بریدونو د مخنیوي تاکتیکونه پیل کړي؛ خو بیا هم کله نا کله په سیمه کې چاودني او بریدونه ترسره کیږي.