تازه خبرونه
د زابل والي بسم الله افغانمل له یوه بریده روغ ووت
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي د شهرصفا ولسوالۍ ته د زابل له ښاروال سره یوځای تللی و، چې د بېرته راتلو پر وخت د پل سوخته په سیمه کې د وسلوالو له کمین سره مخ شو.
هغه څرګنده کړې، چې پر موترو یي مرمۍ لګیدلې؛ خو ده او ورسره کسانو ته مرګ و ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د داعش د پراخ حضور په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.
دغه راز د دې ولایت ولایتي شورا مسوولینو هم ویلي وه، چې داعش په دغه ولایت کې پاخه مرکزونه جوړ کړي دي.
د زابل والي بسمالله افغان هغه مهال دا یو لوی ګواښ ګڼلی و او ویلي یې ول، چې مونږ له مرکز سره اړيکې لرو او مرسته مو ترې غوښتې ده.
داعش پر افغان ځواکونو سربېره له وسلوالو طالبانو سره هم په جګړو بوخت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو رپوتونو له مخې پاکستان هڅه کوي د افغان کډوالو په پلمه د داعش ځينې کورنۍ په افغانستان کې ځای په ځای کړي.