سیمه ییز خبرونه
د زابل ولايت د ملي راديو تلویزیون ودانۍ ورغول شوه
د زابل د ملي راديو تلویزیون نوې ودانۍ د ۱۵۰ زره امریکایی دالرو پر لگښت ورغول شوه.
د چارواكو په وينا دغه ودانۍ له لازمو امكاناتو برخمنه ده.
د ملي راديو تلویزیون دا وداني په عصري سیستم د یوه خصوصي شرکت لخوا د ولایتي بیارغوني ډلي پر مالي مرسته رغول شوې ده.
د زابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایي:
پر دې ودانۍ ۱۵۰ زره امریکایی دالر لگښت راغلى، چی کار یې د یوه کال په موده کی بشپړ شوی دی.
نوموړى زیاتوي په جوړه شوې ودانۍ كې د اړتیا وړ ټول توکي برابر شوي دي.
مرستیال والي رسوليار وایي:
د دې ودانۍ له جوړه ولو سره به د زابل د ملي راديو تلویزیون د خپرونو تشکیل هم زیات شي.
که څه هم په زابل کې دمگړۍ ملي تلویزیون فعال شوی نه دى او یوازي د رادیو له لارې خپرونې لري؛ خو چارواکي وایي، چې د تلویزیون د فعاله کولو لپاره به د اطلاعاتو او فرهنگ له وزارت سره خپله ستونزه شریکه کړي او د فعاله کولو غوښتنه به تري وکړي.
په زابل کې دا وداني په داسې حال کې رغول کیږي، چې د ولایتي بیا رغونې ډلې کارونه هم د پخوا په نسبت کم شوي او دلته یې د رغنیزو پروژو گراف ټیټ شوی دی.