سیمه ییز خبرونه

د زابل ولايت د پولیسو د قوماندان د کور په ځانمرگي برید كې يو پوليس وژل شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ځانمرگي برید د شنبې په ورځ(د لړم۴) په مرکز قلات کې د پولیسو د کنډک د قوماندان محمد آصف توخي د کور په  لومړۍ دروازه کي ترسره شوى دى.

محمد آصف توخي د کنډک قوماندان وایي:

په برید کی خپله برید کوونکی او یو پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دی.

د کنډک قوماندان محمد آصف توخي زياتوي، تازه د حج له مبارکې فریضی راستون شوی وم او خلک د مبارکۍ لپاره راتلل.

د نوموړي په وينا، دغه برید کوونکی هم له خپلي پگړۍ څخه په گټه اخيستنه تركنډک پورې ځان رارسولى و او په ځان پوري تړلي چاودیدونکي توکي یی وچول؛ خو خپلي موخي ته له رسیدو وړاندی د پولیسو لخوا  وپېژندل شو.

ښاغلي توخی وایي، له پېښې سره یې په تړاو څلور کسان هم نیولي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وایي، په برید کی څلور پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دی.

نوموړي زياته كړې، چې  دغه راز یی په شاجوي او نوبهار ولسواليو كې ماین چاودنو څلور دولتي کسان وژلي دي.

د زابل چارواكي د طالب ویاند دغه ادعاوې نه مني.

د یادولو وړده، چی په تېرو څو میاشتو کې دا څوم ځانمرگي برید دی، چی پر دولتي ځواکونو ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version