سیمه ییز خبرونه
د زابل ولايت غرنۍ ولسوالۍ روغتيايي آسانتياوې نه لري
د زابل ولايت د دایچوپان، نوبهار او اټغر ولسوالیو يو شمېراوسیدونکي په خپلو ولسوالیو کی د روغتیایی آسانیاوو له نشتوالي شکایت کوي.
دوي وایی، د سیمې په كلينيكونو کې دارو درمل نشته او له مركز كلات ليرې پاتې دي.
د دوى په وينا، د سیمې په كلينيكونو کی درمل نشته او بل ځاى ته د لارې د اوږدوالي له كبله خپل ناروغ رسولى نه شي.
روغتیايي چارواکی هم دغه ستونزه مني؛ خو د امنیت نشتوالى په ولسوالیو کی د داكترانو په وړاندی یوه لویه ستونزه بولي.
په دغه ولايت كې د عامې روغتيا رياست هم دا ستونزه نه ردوي؛ خو امنيتي ستونزې د دې كار لامل گڼي.
نوموړى زياتوي، د ولسوالیو لپاره كافي درمل لرو؛ خو ځيني وختونه د لارې امنیتي ستونزې د کارونو د ترسره كولو خنډ گرزي.
د زابل د عامې روغتيا رييس لعل محمد توخى وايي:
د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ په غرنیو سیموکی پرتي دي، چی خلک یې هم معمولآ له ستونزو سره مخ وي او دولت یی هم په پوره ډول ستونزو ته لاسرسى نه لري.
نوموړى دغه راز څرگنده كړه، چې پر ثابتو روغتيايي مركزونو سربېره د یوشمېر سیمو لپاره د داکترانو گرځند ډلې هم شته، چې د ناروغانو درملنه وكړي.
د يادونې وړ ده، چې د زابل ډېر اوسيدونكي د روغتيايي آسانتياوو له نشتوالي شكايت كوي.