تازه خبرونه

د زابل ولایتي شورا پر مشر ځانمرګي برید ۲۴ کسانانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۳۹۹)

د زابل  سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کلات ښار کې یو ځانمرګي بریدګر یو تن وژلی او  د ولایتي شورا د مشر عطا جان حق بیان په ګډون ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو زیاته کړې؛ برید نن سهار (یکشنبه د لیندۍ ۹) هغه مهال رامنځته شوی، چې حق بیان په خپل موتر کې د دفتر پر لوري روان و.

په زابل ولایت کې روغتیايي چارواکو ويلي، چې په برید کې یو کس وژل شوی او د حق بیان په ګډون  ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکو ويلي، چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دغه راز په یوه بله چاودنه کې، چې د کابل ـ  پروان پر لویه لار د کوه صافي پر ولسوال رامنځته شوې؛ یوازې ولسوال په کې ټپي شوی دی.

پولیسو ويلي؛ دغه پیښه د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version