تازه خبرونه

د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ روغتيايي مرکزونه له تېرو اتو میاشتو تړلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د زابل ولايت د اټغر ولسوالۍ اوسېدونكي وايي،اته میاشتې کېږې چې په دې ولسوالۍ کې د نامعلومه دلايلو له کبله هېڅ روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږې.

د اټغر ولسوالۍ اوسېدونكى محمدگلوایي؛ اټغر ولسوالۍ له مرکز قلات څخه٧٠ کیلومتره لرې ده چې ډېری ناروغان يې دعادي ناروغۍ له کبله په لاره ساه ورکوي.

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکی نثاراحمدوایي، له دولت څخه غواړم چي په دې برخه كې اقدام وكړي.

 

د زابل ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکټر لعل توخی هم مني چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په اټغر ولسوالۍ کې روغتيايي خدمتونه نه شته؛ خو زیاتوي چې دغه روغتيايي مرکزونه دناامنيو لهامله تړل شوي وو چې يوه اونۍ وړاندې يې بېرته فعاليت پيل کړى دى.

يوازېاټغر ولسوالي نه ده چې اوسېدونکي يې دروغتيايي مرکزونو دجوړېدو غوښتنه کوي. ددې ترڅنگ د زابل په ټولو ولسواليو کې اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له کموالي سر ټکوي.

خبریال: بريالی رحيمي

 

Trending

Exit mobile version