تازه خبرونه

د زابل ولایت عمري یا توري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ملا عبدالغني برادر د عمري بند پرانیست‌غونډې ته څرګنده کړې: هره ژمنه، چې اسلامي امارت کوې؛ ان شاءالله عملي کیږي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن (پنجشنبه د تلې پېنځمه) په زابل ولایت کې د عمري بند د پرانیستې مراسمو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت ورسره کړې ژمنې عملي کړي او حکومت به په دېه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي.

ملا عبدالغني برادر د عمري بند پرانیست‌غونډې ته څرګنده کړې: هره ژمنه، چې اسلامي امارت کوې؛ ان شاءالله عملي کیږي.

توري بند، چې تازه عمري بند نومول شوی؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ١٢٧ ميليون افغانيو پر لګښت جوړ شوو چې له مرکز کلات ښار څخه څلور کيلومټره لرې پروت دی.

دا بند د موسمي سېلابونو د راټولولو، کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د پياوړتيا لپاره جوړشوی دی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده ویلي: زمونږ هڅه دا ده، چې په زابل ولایت کې نور کارونه او خدمات هم ترسره کړو.

زابل یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د پرمختیايي پروژې له پلي کېدو بې برخې و او اوس د زابل ولسونه له اسلامي امارت غواړي، چې د دغه ولایت د پرمختګ په برخه کې دې ته ورته نور ګامونه هم پورته کړي.

د یادونې ده، چې دغه بند ۲۳ مټره لوړوالي لري؛ توري بند د ۲ اعشاریه ۹ ميليون مټر مکعب اوبو د زېرمه کولو ، د ٥٦٠ هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبولو او د اوبو ۶۱ کیلو واټ برښنا د توليدولو وړتيا لري.

Trending

Exit mobile version