سیمه ییز خبرونه
د زابل په شاجوى او نورك سيمو كې گډ چاڼيزعمليات پيل شوي
د زابل امنیتي چارواکي د دغه ولایت په یوشمېرناامنه سیموکې له بهرنیو ځواکونو سره په گډه د چاڼیزوعملیاتو د پیلولو خبرورکوي.
چارواکي وایي:
دغه عملیات د تېرې ورځی راپديخوا د شاجوى او نورک په سمو کی پیل شوي، چې تراوسه دوام لري .
د امینتي مسوولینو په خبره تراوسه پدغو عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان او یوه اندازه وسلې اومهمات نیول شوي دي.
د زابل امنیه كوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چی:
دغه چاڼیزعملیات د تېرې ورځې راپديخوا د زابل په یوشمېرناامنوسیمو کې له نړیوالو ځواکونو سره په گډه پیل شوی دی.
نوموړى زیاتوي، چې:
پدغو عملیاتو کې، چې د شاجوى د موسى زو او د نورک په سیمه کې ترسره شوي تردی مهاله دوه وسله وال طالبان له یو شمېروسلو او مهماتو سره نیول شوی هم دي.
شېرزاد وایی:
یاد عملیات اوس هم په سیمه کې روان دي.
که څه هم چارواکی نیول شوي کسان وسله وال طالبان بولي، خو طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
شاجوى د زابل تر ټولو ناامنه ولسوالي ده، چې په کې ډېری وخت پردولتي او نړیوالو ځواکونو د وسله والو طالبانو لخوا بریدونه کیږي.
بمي چاودني، ځانمرگي بریدونه او ترورستي پېښې هغه څه دي، چې دغه ولسوالۍ ورسره تل مخ وي .