سیمه ییز خبرونه
د زابل په شاجوى کې د آيساف د راغورزیدلې چورلكې ۴ سرتېري وژل شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د آيساف د غورزیدلې چورلکې څلور سرتېري وژل شوي.
په کابل کې د آیساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي:
دا چورلکه د شنبې په ورځ(د غويى۷) د افغانستان په سویل کې غورزیدلې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې:
په دې پېښه کې د آيساف څلور سرتېري وژل شوي، خو د هغوی هویت نه دی په ډاگه شوی.
آیساف ویلي، چې د پېښې په سیمه کې د مخالفینو فعالیت نه تر سترگو کيږي، خو په اړه یې پلتڼې پیل کړې دي.
د شاجوى ولسوال محمد صديق ويلي، چې دا چورلکه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د ولسوالۍ په باغگي سيمه کې راغورزېدلې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې د لوگر په ازره کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې وه او طالبانو يې ١١ تنه عمله، چې ٨ يې ترکي انجنيران دي، تښتولي او تراوسه يې برخليک نامعلوم دى.