سیمه ییز خبرونه

د زابل په عملياتو كې دېرش شكمن كسان نيول شوي- روغ ليونى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل امنيتي چارواكي وايي:

له يوې اوونۍ را په ديخوا د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو له خوا شاوخوا ۶۰عمليات تر سره شوي، چې په كې دېرش شكمن كسان نيول شوي، چی لس په جرمونو ککړ پېژندل شوي دي.

چارواكي وايي:

په راتلونكې كې به هم ورته عمليات تر هغو روان وي، چې ډاډمن امنيت راغلى نه وي.

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایي:

یادو لس کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یی دی، چی د سیمي په امنیتي پېښو، وژنو او بمي چاودنو کی  یی لاس درلود.

قوماندان روغ ليونى زیاتوي:

په عملیاتو کی گڼ شمېر ماینونه او د وسوله والو موترسیکلونه هم نیول شوي دي.

روغ لیونى وایي:

زموږ امنيتي ځواكونو د سیمي د ثبات لپاره مټې رانغښتي او د وسله والو مخالیفینو په وړاندی به مو مبارزه روانه وي.

امنیه قوماندان څرگنده كړې، چې:

په سیمه کی د نوي کال لپاره امنیتي پلانونه جوړ شوي او د وسله والو مخلفينو د نويو تاکتیکونو د شنډولو لپاره پولیس په وسلو او مهماتو سمبال کړي.

په زابل کی چارواکی پداسې حال کی دعملیاتو له پیلیدلو خبر ورکوي، چی پدغه ولایت کی دهوا د گرموالي له كبله امنیتي پېښي زیاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version