سیمه ییز خبرونه

د زابل په لس ولسوالیو کی د ټاکنو د نومليكنې بهير بریالى روان دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل ولایت  د امنه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهی وایي:

په ټولو ولسوالیو کې د خلکو د ټاکنو په پروسه کی د گډون او کارتونو د ترلاسه کولو په موخه امنیتي ځواکونه ځاي په ځای شوي او تردي مهاله کومه ستونزه نده  ليدل شوې.

نوموړي زیاتوی:

ملي پولیس د ملي امنیت او ملي اردو سرتېري د ټاکنو له مرکزونو په پوره ډول څارنه کوي.

د فراهي په وينا، هر څوك کولی شي په پوره ډاډ  پرته له ستونزې د راتلونکيو ټاکنو لپاره د رایه ورکولو په موخه کارتونه واخلي.

د امنیت د امر د څرگندونو له مخي دا مهال په لسگونه کسان د ټاکنو کارتونه اخلي.

ښاغلي فراهی وایی:

د رایو ورکولو په پروسه کی به د خلکو گډون د تېري پروسي په نسبت زیات وي.

د نوموړي په خبره اوس خلک د رایو په ارزښت پوهیدلي او غواړي د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي.

د یادولو وړده، چی په تېره پروسه کی یو شمېر کسان د دولت د وسله والو مخالیفینو لخوا په دی تور ووهل شول، چی دوی په ټاکنو کی د رایه ورکولو کارتونه اخیستي او وروسته یی د کاندیدانو په وړاندی استعمال کړي ول.  یو شمېر تر لاسه شوي رپوټونه وایي، چې د دی ولایت د ځينو ولسوالیو اوسیدونکي اوس هم  په دې پروسه کی له گډون؛ ځکه ډډه کوي، چی لامل یی هم په تېره پروسه کی د وکیلانو دنه خدمت او د طالبالنو گواښونه په کوته کیږي.

زابل هغه غرني ولایت دی، چی د ځینو سیمو خلک یی اوس هم له دې پروسی سره پوره بلدیت نه لري.

Trending

Exit mobile version