تازه خبرونه
د زابل په پنځو ولسواليو کې د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى
زابل ولایت د ۲۵۰ښوونځيو له جملې څخه ۱۵۰يې د نا امنيو له امله تړلې دي چې له ډلې يې يوازې سل ښوونځي فعال دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له بلې خوا په مرکز کلات کې د ښوونځيو زدهکوونکي وايي چې درسي کتابونه نه لري.
د زابل د پوهني ريس وايي په دي ولايت کي دوامداره نا امنى ددى لامل شوي دي چي په پنځو ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى او په نورو سيمو کي هم يو شمېر ښوونځي د ودانيو د نشتوالي له کبله تړلي پاتې دي.
د زابل د پوهني رييس رحيم الله لودين وايي: “د دې تړلو ښوونځيو له امله ۶۰زره زدهکوونکي له زدهکړو بې برخې دي او په پرانستو ښوونځيو کې دا مهال ۵۰زره تنه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چي ۸زره يې نجونې دي.”
په همدې وخت كې د كلات د ښوونځيو زدهکوونکي وايي ښوونيز کال يې مخ پر ختمېدو دى خو تر اوسه زدهکوونکو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي او په کافي اندازه ښوونکي هم نه لري.
د زابل چارواکي زياتوي چې د کتابونو ستونزه يې په وارو وارو له مرکز سره شريکه کړې خو تر اوسه لا هم پر خپل ځاى پاتي ده.
خبريال: بريالي رحيمي