تازه خبرونه

د زابل په ۵ ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دى ولايت د پوهني مسوولين وايي؛له ۲۵۰ ښوونځيو څخه ۱۵۰ يې د ناامنيو له کبله تړل شوي دي او ١٠٠ ښوونځى فعال دي، چي هغه هم له يو لړ ستونزو سره مخ دي.

د زابل د پوهني ریيس رحيم الله لودين وايي؛ په دي ولايت کي ناامني لامل شوې، چي په پېنځه ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ودریږي او په نورو سيمو کي هم  يو شمېر ښوونځي د ودانيو دنشتون له کبله تړلي پاتي دي.

د پوهني ریيس رحيم الله لودين زیاتوي، ددې تړلو ښوونځيو له کبله ۶۰۰۰۰  زدکوونکي  له زدکړو بې برخي دي او په سرخلاصو ښوونځيو کي دا مهال ۵۰۰۰۰ زدکوونکي پر زدکړو اخته دي، چي۸۰۰۰ يې نجوني دي.

په كلات كې د ښوونځيو زدکوونکي وايي،ښوونيز کال مخ پر خلاصیدو دى؛خو تر اوسه زدکوونکیو ته  پوره کتابونه ندي ورکړشوي اوپوره ښوونکي هم نه لري.

د زابل چارواکي وايې، چي د کتابونو ستونزه څو څو ځله له مرکز سره شريکه شوې؛ خو تر اوسه هم پر خپل ځاى پاتي ده.

خبریال: بريالي رحيمي 

Trending

Exit mobile version