تازه خبرونه

د زابل چارواكي: دغه ولايت به د وسله والو په تبليغاتو سقوط ونه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 دغه چارواكي وايي وسله وال طالبان داسې آوازې خپروي چې دا ولايت به د كندز له برخليك سره مخ كړي، خو دا تشې آوازې دي او وسله وال په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو پروړاندې د مقابلې وس نه لري.

له تېرو دريو ورځو راپه دې خوا د زابل ولايت په مرکز او ولسواليو کې داسي اوازې خپرې شوې چې ګني وسله وال طالبان راغلي او د دې ولايت د سقوط هڅه کوي خو د دې ولايت امنيتي مسولين وايي چې داسې هېڅ حرکت وسله والو طالبانو نه دى کړى او نه يې د امنيتي ځواکونو په وړاندې کولاى شي.

 د زابل د امنيې قوماندان وايي، دښمن تبليغات كوي چې خلک او امنيتي ځواکونه و وېروي.

د زابل ولايت امنيه قومندان ميرويس نورزى وايي:

«دښمن هسې خوشې تبليغ کړي، دلته په زابل کې هېڅ ستونزه نشته، موږ همدا اوس هم په ولسواليو کې عمليات لرو.»

پر همدې مهال د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې امنيتي ځواکونه پياوړي دي او کولاى شي چې د دښمن هر ډول بريد پر شا وتمبوي.

هغه وايي چې امنيتي ارګانونو بشپړ چمتووالى نيولى او اوس هم په ځينو سيمو كې عمليات دوام لري.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي:

«د ښار په کمربند کې د ګزمې پوستې ډېرې شوې دي. د زابل امنيتي ارګانونه پياوړي دي، داسې هېڅ کومه ستونزه به پېښه نه شي.»

د زابل خلك له سيمه ييزې ادارې غواړي چې د خلكو د امنيت د ټينګښت په موخه جدي اقدام وكړي.

 

Trending

Exit mobile version