تازه خبرونه

د زده‌کړو لپاره نړیوال مشارکت ټولنې د افغانستان د زده‌کړو سکتور ته ۱۱۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۲)

د زده‌کړو لپاره نړیوال مشارکت ټولنې په افغانستان کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

دغه سازمان د يوې اعلاميې پر خپرولو څرګنده کړې، چې يادې شوې پيسې به په راتلونکو دوه کلونو کې د افغانستان له لوستو هلکانو او نجونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

د اعلامیې له مخې، دا مرستې په ټول افغانستان کې د څه باندې اووه نیم میلیون ماشومانو د زده‌کړې د ملاتړ په موخه شوې دي.

د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال مشارکت اجرائیوي مشرې لورا فریجنتي ویلي: مونږ ډېر خوښ یوو، چې په افغانستان کې له پوهنې څخه د ملاتړ لپاره خپلې مرستې ترسره کوو.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ د دې مالي مرستو نږدې ۶۰ میلیون ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له لارې ولګول شي او پاتې ۵۰ میلیون ډالر به د ماشومانو د ساتنې د ادارې له لارې ولګول شي.

دغه مرستې به د ښوونیزو توکو او درسي کتابونو او د شاوخوا ۱۵ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکیو د معاشونو پر برابرولو ولګول شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په‌دې مالي مرستې به له ۲۸۰۰۰ څخه ډېر ښوونکي او مدیران د ریاضي د تدریس او د ټولګیو د مدیریت د پیاوړتیا لپاره وروزل شي.

Trending

Exit mobile version