تازه خبرونه
د زرګونو کسانو پر پراخ ګډون؛ د هرات د خونړي برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسلهوالو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانیانو خاورې ته د سپارلو مراسم د سیمې د زرګونو اوسېدونکو پر پراخ ګډون ترسره شول.
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې: دا برید د جمعې پر مازیګر څلور موټرسایکل سپرو وسلهوالو پر ملکي وګړو تر سره کړی؛ ۱۱ کسان «شهیدان» شوي، ۸ ټپیان دي او د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
نن د دې پېښې د ۱۱ قربانیانو جنازې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خلکو پر پراخ ګډون خاورو ته وسپارل شول.
ګډونوالو د مراسمو پر مهال د شعارونو پر ورکولو دا برید وغانده او د امنیت د ټینګښت او د عاملانو د نیولو غوښتنې یې وکړې.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نهدی اخیستی.
ویل کیږي، چې ځايي چارواکو د دې پېښې په تړاو د یوه شکمن کس له نیولو خبر ورکړی دی.