تازه خبرونه
د زرگونه روږدو له ډلې سل كسانو ته د درملنې زمينه برابره شوه
د كابل ښار په واټونو او تر پلونو لاندې د زرگونه روږدو كسانو له ډلې نږدې سل روږدي د يوه گډ پروگرام په ترڅ كې راټول كړاى شول، چې د درملنې زمينه يې برابره شي.
روږدى حسين نومى وايي:
په را ټولو شويو كسانو كې داسې روږدي هم شته، چې څو ځله يې درملنه شوې؛ خو د بې كارۍ او فقر له كبله يې بيا نشه يي توكو ته مخه كړې ده.
كابل ښاري عبدالودود پارسا وايي:
دا يوازې په مخدره توكو روږدي نه دي، چې د درملنې پر حكومتي پروگرامونو بې باوره دي، بلكې كابل ښاريان هم له دغو پروگرامونو اندېښنه لري.
په كابل كې د روږدو د ۳۰۰ بستريز روغتون رييس احمد ظاهر سلطاني وايي:
د روږدو له درملنې وروسته هغوى ته كاري فرصتونه هم برابريږي.
له نشه يي توكو سره د مبارزې د دفتر رييس عنايت حفيظ وايي، چې دوى په هېواد كې د نشه توكو د كروندو د اړولو كمپاين پيل كړى دى.
له څو كلونو راهيسې افغانستان د نړۍ په كچه د سترو توليدوونكيو هېوادونو په سر كې راځي، چې په افغانستان كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېر په زياتيدو كې هم مستقيم اغېز لري.